خبرونهنړۍ

بلوچستان کې څلور پاکستاني پوځیان ووژل شول

کابل ټیلیګراف – ۲۷  غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د بلوچستان ایالت په خضدار ولسوالۍ کې د یوې وسله والې حملې په ترڅ کې ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي.

را پورونه وایي، دغه پېښه د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ په نال سیمه کې تېره شپه رامنځته شوې ده.

په ورته وخت کې د پاکستان د طالبانو تحریک د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

تر اوسه پاکستاني پوځ د دغه برید په اړه څه ندي ویلي.