افغانستانخبرونه

متقي او عراقچي په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي

کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره پر دوو اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اوبو او د کډوالو پر مسایلو خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزير سيد عباس عراقچي سره وکتل.

یاد وزارت لیکلی چې په دې کتنه کې پر دوو اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اوبو او د کډوالو پر مسایلو خبرې شوې.

په دې کتنه کې ښاغلي متقي د افغانستان او ایران  اړيکې مهمې ګڼلې او په بېلابېلو برخو کې يې د همکاريو پراختيا ته په پام د ديپلوماتيکو اړيکو د کچې پر لوړوالي ټینګار کړی.

مولوي امیرخان متقي دغه راز ویلي، چې ژمن دی چې خپلو کډوالو هېوادوالو ته په وطن کې د بيامېشتېدو زمېنه برابره کړي او له ايراني لوري يې هم وغوښتل، چې افغان کډوال په تدریجي ډول افغانستان ته ستانه کړي او د دې سربېره یې ایران کې د افغان محبوسینو په انتقال کې هم د اسانتیاوو غوښتنه وکړه.

بل لوري د ايران د بهرنيو چارو وزير په دې کتنه کې ټينګار کړې، چې دواړه هیوادونه باید د خپلو دوو اړخيزو اړيکو نوي پړاو کې ګام پر ګام پرمختګونه ولري او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان او ایران اړیکې د پراخېدو په لور روانې دي.