
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، په فنلنډ هېواد کې د دوو چورلکو د ټکر او رالویدو له امله پنځه کسان مړه شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس ویلي، دا پېښه پرون د فنلند په سویل لویدیځ کې د یئورا هوايي ډګر ته نږدې په یوه ځنګلي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د فنلند پولیسو ویلي، په یوه چورلکه کې دوه او په بلې کې درې کسان وو.
راپورونه وايي، دا چورلکې د یوه تفریحي هوايي پروګرام لپاره روانې وې.
د فنلند د ملي تحقیقاتو ادارې ویلي، د پېښې د لاملونو پلټنه روانه ده.