
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د بدخشان ولایت په کشم – فیض اباد لویه لاره کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي دي.
په یاد ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د کشم-فیضاباد په لویه لاره ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي او ۲۰ څاروي تلف شوي دي.
دا پېښه نن سهار د یوه بار وړونکي موټر د انحراف او چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
د پېښې لامل د موټر ګړندی تګ په ګوته شوی دی.
افغانستان کې وروستیو کې تر ټولو مرګونه لامل ترافیکي پېښې دي، چې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې رامنځته کیږي.