افغانستانخبرونه

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۸  غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د بدخشان ولایت په کشم – فیض اباد لویه لاره کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي دي.

په یاد ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د کشم-فیض‌اباد په لویه لاره ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي او ۲۰ څاروي تلف شوي دي.

دا پېښه نن سهار د یوه بار وړونکي موټر د انحراف او چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د پېښې لامل د موټر ګړندی تګ په ګوته شوی دی.

افغانستان کې وروستیو کې تر ټولو مرګونه لامل ترافیکي پېښې دي، چې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې رامنځته کیږي.