خبرونهنړۍ

په فنلنډ کې د دوو چورلکو د ټکر له امله پنځه کسان مړه شول

کابل ټیلیګراف – ۲۸  غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، په فنلنډ هېواد کې د دوو چورلکو د ټکر او رالویدو له امله پنځه کسان مړه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس ویلي، دا پېښه پرون د فنلند په سویل لویدیځ کې د یئورا هوايي ډګر ته نږدې په یوه ځنګلي سیمه کې رامنځته شوې ده.

د فنلند پولیسو ویلي، په یوه چورلکه کې دوه او په بلې کې درې کسان وو.

راپورونه وايي، دا چورلکې د یوه تفریحي هوايي پروګرام لپاره روانې وې.

د فنلند د ملي تحقیقاتو ادارې ویلي، د پېښې د لاملونو پلټنه روانه ده.