
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
پاکستاني رسنۍ وایي، د دغه هېواد د طالبانو تحریک یو مهم غړی عبدالواحد افغان په افغانستان کې وژل شوی دی.
جیونیوز رسنۍ لیکلي: دغه کس د افغانستان د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
دوی ویلي، عبدالواحد د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې له خپلې ډلې سره افغانستان ته تللی و او په جنوبي وزیرستان کې په ترهګریزو بریدونو کې یې لاس درلود.
دغه رسنۍ د وژل شوي کس هویت کارت هم خپور کړی، چې په کې نوموړی د جنوبي وزیرستان اصلي اوسیدونکی ښودل شوی دی.