افغانستانخبرونه

د افغانستان، چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیران په بیجینګ کې لیدنه لري

کابل ټیلیګراف – ۲۸  غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به د بیجینګ په کوربتوب لیدنه ترسره کړي.

د دغه را پورو له مخې؛ د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به د مې په شلمه چین ته سفر وکړي او د پاکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو سره به ګډه غونډه وکړي.

جیونیوز لیکلي: په دې خبرو اترو کې به درې واړه هېوادونه د دوه اړخیزه سوداګرۍ د ودې، امنیتي همکاریو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

را پور وایي، په دې لیدنه کې به  د پاکستان او هند ترمنځ د شخړې وروسته د سیمې پر وضعیت هم بحث وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې سرچینو د هند او طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو خبر ورکړی و.