
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
په غزه کې د اسرائیلو د پرلپسې بریدونو له امله ۱۲۵ فلسطینیان وژل شوي او د شمالي غزې ټول دولتي روغتونونه غیر فعاله شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ اسرائیلي ځواکونو له نن سهاره د غزې په بېلا بېلو سیمو بریدونه پیل کړي، چې تر دا مهاله ۱۲۵ فلسطیني وګړي وژل شوي دي.
د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د غزې په «المواسي» کمپ، چې د خوندي زون په توګه ټاکل شوی، د اسرائیلي برید له امله ۳۶ فلسطینیان ووژل شول.
راپورونه وايي، په دې وروستیو بریدونو کې ۳ نور خبریالان هم وژل شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغل په ترڅ کې په غزه کې تر ۲۳۰ زیات خبریالان وژل شوي دي.
بل خوا، د غزې د روغتیا وزارت ویلي، د اسرائیلي ځواکونو د محاصرې له امله د شمالي غزې انډونیزیايي روغتون غیر فعاله شوی دی.
د وزارت په وینا، اوس د شمالي غزې ټول دولتي روغتونونه غیر فعاله شوي دي.