افغانستانخبرونه

د امریکا پخوانی ولسمشر جوبایډن د پروسټاټ سرطان پر ناروغۍ اخته شوی

کابل ټیلیګراف – ۲۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د رویټرز د راپور پر بنسټ د امریکا پخوانی ولسمشر جو بايډن د «لوړې درجې» پروسټاټ سرطان پر ناروغۍ اخته شوی او اوس يې دا ناروغي هډوکو ته خپره شوې ده.

د راپور پر اساس، بایډن او کورنۍ یې له ډاکټرانو سره د درملنې په غوراوي فکر کوي.

دغه راز د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم له بایډن سره خواخوږي ښودلې ده.