
کابل ټیلیګراف – ۲۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو عامې روغتیا وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د زېږون پرمهال د میندو د مړینې کچې زیاتېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د اجرییوي رییس سوبرټن وروستۍ څرګندونې رد کړې.
عامې روغتیا وزارت دغه څرګندونې له واقعیت سره په ټکر کې بللې او وړاندې شوي ارقام یې ناسم، له دقیقو شواهدو بېبرخې، او دا یې هېواد کې د روانو روغتیایي پرمختګونو پر وړاندې یو غیرې عادلانه ګام بللی دی.
په دې اعلامیه کې راغلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېد وروسته په افغانستان کې د مور او ماشوم روغتیا ته ځانګړې پاملرنه شوې، د روغتیایي مرکزونو شمېر زیات شوی، د قابلو او روغتیاپالانو شتون پراخ شوی او په ټولو سیمو کې د زېږون خدمتونو ته لاسرسی اسانه او پراخه شوی دی.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اجرایوي رئیس د هیواد د روغتیایي سیستم اړوند څرګندونې کړي چې ګواکې په افغانستان کې “ په هر دوه ساعتونو کې یوه ښځه د امیندوارۍ یا زیږون اړوندو ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي”