خبرونهلوبې

د هند او پاکستان کړکچ؛ هند د اسیا کپ کې د نه لوبیدو پرېکړه وکړه

کابل ټیلیګراف – ۲۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د هندوستان کرکټ بورډ پرېکړه کړې، چې د کرکټ د اسیايي شورا د مشر په شتون کې چې د پاکستان دی، په راتلونکې اسیایي جام او د ښځو په ایمرجنګ اسیا کپ لوبو کې به ګډون ونکړي.

ټاکل شوې، د کرکټ اسیایي جام سږ کال په سپټمبر او د ښځو ایمرجنګ اسیایي جام لوبې به د جون په میاشت کې په سرلینکا کې ترسره شي.
د هندوستان کرکټ بورډ یو چارواکي ویلي، د اسیایي کرکټ کونسل مشر د پي سي بي مشر محسن نقوی دی، او د هندوستان ټیم په داسې ټورنامنټ کې نه شي لوبیدلی چې مشري یې د پاکستان یو وزیر کوي.

دغه چارواکي زیاته کړې، په اسیایي ایمرجینګ کپ کې د ښځو لوبډلې د نه لوبېدو پرېکړه یې هم کړې ده.