خبرونهنړۍ

غزې ته د بشري مرستو پر ځای د مړو کفنونه لیږل شوي

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

فلسطیني رسنۍ وایي، غزې ته لېږل شوې مرستې «کفن» وې او تمویل یې یوه عربي هېواد کړی.

یوې فلسطیني رسنۍ راپور ورکړی چې وروسته له هغه چې د اسرائیلو پوځ د غزې تړانګې ته د بشري مرستو د ننوتلو اجازه اعلان کړه، معلومه شوه چې دا مرستې خوراکي توکي نه وو.

«غزه الان» راپور ورکړی چې دا مرستې نه درمل وو او نه خواړه، بلکې «کفن» وو.

دې رسنۍ ویلي، د حیرانۍ خبره دا ده چې د دې مرستو مالي تمویل یوه «عربي» هېواد کړی دی.

راپور ورکړل شوی چې اسرائیل د فلسطینیانو لپاره د مرګ کفنونه د مرستو په توګه تبلیغ کړي، په داسې حال کې چې زرګونه غزه‌وال د کنډوالو لاندې د لوږې او بمباریو له امله د له‌منځه تلو په حال کې دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې پرون خبر ورکړل شو، چې غزې ته په ۵ موټرو کې بار بشري مرسته ولیږل شوه.