افغانستانخبرونه

دایکندي کې د اوبو پرسر د وروڼو ترمنځ شخړې  ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

سرچینې وایي، د دایکندي ولایت، شهرستان ولسوالۍ کې د وروڼو ترمنځ د اوبو پرسر شخړه کې یو ورور وژل شوی او یو ورور او دوه وریرونه ټپیان شوي دي.

دغه سرچینو کابل ټیلیګراف ته وویل: دا شخړه تېره ورځ سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې د شهرستان ولسوالۍ په فیض اباد کلي کې رامنځته شوې او یو کس چې سلطان نومېده، د خپل مشر ورور لخوا د کلاشینکوف او چاقو په واسطه  لومړی ټپي او وروسته یې روغتون ته په  لاره ساه ورکړې.

په ورته وخت کې، په دې شخړه کې د قربان په نوم بل ورور او د هغه دوه زامن هم سخت ټپیان شوي دي.
محلي چارواکو دا پېښه تائید کړې او ویلي یې دي چې د قتل تورن کس نیول شوی دی.