افغانستانخبرونه

نظري: افغانستان او ایران تر ۱۰ میلیارده ډالرو د سوداګریزې راکړې ورکړې وړتیا لري

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري ایران ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد له یوې خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان او ایران تر ۱۰ میلیارده ډالرو د سوداګریزې راکړې ورکړې وړتیا لري.

نظري زیاته کړې؛ د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ پروژه کولای شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه زیاته کړي.

ډاکټر عبداللطیف نظري چابهار بندر ته په اشاره ویلي، چې دغه بندر د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري او اسلامي امارت غواړي، چې د هېواد اقتصادي ودې لپاره ترې ګټه واخلي.

نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د اقتصاد محوره متوازن سیاست پر بنسټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي.