افغانستانخبرونه

د طالبانو د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رئیس روسیې ته ولاړ

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس، مطیع الحق خالص د روسیې په رسمي بلنه د “نوسکي ۱۱ نړۍوال چاپېریالي کانګرس” کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شو.

 د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه سفر موخه په هغه نړۍوال کانګرس کې ګډون دی چې د روانې زیږیزې میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه په سن‌پېترزبورګ کې جوړیږي.

په دغه غونډه کې به د نړۍ شاوخوا ۴۰ هېوادونه ګډون وکړي چې د اقلیم بدلون او چاپیریال ساتنې اړوند مسایلو په اړه به پکې خبرې وشي.