افغانستانخبرونه

په هرات کې د طالبانو یو غړی وژل شوی

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د هرات سیمه ییز سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د طالبانو یو غړی د وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه طالب محمدالله شاهین نومېده او د هرات د هوايي ډګر د نظامي برخې کارمند و.

سرچینې وايي، شاهین د یکشنبې په ورځ د زنده جان ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې په ډزو وژل شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې محمدالله شاهین د فراه ولایت د «خاک سفید» ولسوالۍ اوسېدونکی و او د هغه جسد د دوشنبې په ورځ د هغه په پلرني ټاټوبې کې خاورو ته وسپارل شو.

 تر اوسه د دغه طالب د وژنې مسوولیت چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

په هرات کې طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.