افغانستانخبرونه

بریتانیا له اسرائیلو سره سوداګریز مذاکرات و ځنډول

کابل ټیلیګراف – ۳۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د رویټرز د راپور پر بنسټ، بریتانیا تېره ورځ (سې‌شنبه، د غویي ۳۰مه) له اسرئیلو سره سوداګریز مذاکرات ځنډولي، د اسرائیلو سفیر یې احضار کړی او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې پر مېشتو اسرائیلو یې نوي بندیزونه لګولي دي.

بریتانیا دغه اقدام  په غزه تړانګه کې د اسرائیلو د عملیاتو زیاتوالي په غبرګون کې کړی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر داوید لمي د اسرائیلو تازه عملیات غندلي او د غزې د کلابندۍ د ختمېدو او بریدونو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده.

اسرائیلو تېره اوونۍ غزه کې پراخ ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړي، چې پکې څه باندې ۵۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.