
کابل ټیلیګراف – ۳۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د کابل لپاره د طالبانو والي ملا امینالله عبید په شتون کې د مرکزي زون لپاره د یوناما د استازي او د کابل د عامې روغتیا، اقتصاد او د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاستونو رییسانو ترمنځ د همغږۍ او همکاریو د لا پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه.
د کابل ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، په دې ناسته کې د کابل والي د یوناما له استازي وغوښتل، چې د کارونو د اغېزمنتیا په موخه دې خپلې اړونده چارې او فعالیتونو د امارتي ادارو سره په بشپړه همغږۍ ترسره کړي.
عبید دغه راز ټینګار وکړ، چې د مرستو وېش بهیر او پراختیایي پروژو پلې کېدل هم باید د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ وي.
ورته مهال د یوناما استازي ډاډ ورکړ، چې دوی به خپل فعالیتونه د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره په بشپړه همغږۍ او د خلکو اړتیاوو ته په کتو تنظیم کړي.