افغانستانخبرونه

د چین، پاکستان او افغانستان چارواکو په بیجینګ کې غونډه کړې

کابل ټیلیګراف – ۳۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې نن (چهارشنبه) یې د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ یوه غیر رسمي غونډه په بیجینګ کې ترسره کړې ده.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په دې غونډه کې د دیپلوماتیکو اړیکو د لوړولو او اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې، او ټولو خواوو د سوداګرۍ، د زیربنايي پروژو د پیلولو او ګډې سوکالۍ لپاره پر عملي ګامونو ټینګار کړی دی.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې په دې غونډه کې د چین د یو کمربند یوې لارې پروژې او د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) په افغانستان کې د پراخولو په اړه هم بحث شوی دی.

په دې ناسته کې دا هم هوکړه شوې چې د دغو درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه درې اړخیزه غونډه به په نږدې راتلونکي کې په کابل کې ترسره شي.