افغانستانخبرونه

راتلونکې اونۍ د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کیږي

کابل ټیلیګراف – ۳۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د «افغانستان له پولیو څخه پاک» په نوم بنسټ اعلان کړی چې د ماشومانو د فلج ناروغۍ (پولیو) ضد واکسین کمپاین به په ټول افغانستان کې پیل شي.

دغه بنسټ نن (چهارشنبه، ۳۱ غبرګولی) په ایکس کې لیکلي چې دا کمپاین به د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ چې د چنګاښ ۶مې سره برابره دّ، په ټول افغانستان کې پیل شي.

دې بنسټ د دې دورې د پولیو ضد واکسین کمپاین په اړه دا جزئیات نه دي ورکړي چې څومره د پنځو کلونو کم عمره ماشومان به واکسین شي.

افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې د ماشومانو فلج ناروغي لا هم په کې له منځه نه ده تللې.