افغانستانخبرونه

سعودي عربستان غزه کې پر ډیپلوماټو د اسرائیلو ډزې غندلي

کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د اسراییل له لوري غزه کې پر عرب او اروپایي ډیپلوماټانو برید غندلی دی.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: «د بهرنیو چارو وزارت په لویدیځه غاړه کې د جنین پنډغالي د لیدنې پر مهال د عربي او نورو بهرنیو ډيپلوماټانو پر پلاوي د اسراییلي اشغالګرو برید په کلکو ټکو غندي.”

کاناډا، بریټانیا، فرانسې او مکسیکو هم د اسراییلي ځواکونو دغه عمل غندلی دی.