
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو مالیې وزارت ویلي، چې د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست د روان کال په غويي میاشت کې د هېواد له یو شمېر ګمرکونو ۱۸۴ ټانکره واردېدونکي بې کیفیته نفتي توکي بيرته ګرځولي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ ګرځول شویو توکو کې ۸ ټانکره پیټرول له حیرتان، ۱۱۵ ټانکره ډېزل او ۴ ټانکره پيټرول شامل وو.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، دغه نفتي تکوي له نیمروز، ۵۵ ټانکره ډېزل د فراه، ۱ ټانکر ډېزل او ۱ ټانکر اوبلن ګاز د تورغونډۍ له ګمرکونو بېرته ګرځول شوي دي.