
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق په افغانستان کې ویلي، چې د بودجې د کمښت له امله ۶.۳ میلیونه خلک، چې زیاتره یې ښځې او نجونې دي، د اړینو روغتیايي خدمتونو له لاسرسي څخه محرومیدلی شي.
دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ په خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې په لیرې پرتو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه او ګرځنده کلینیکونه د تړل کیدو له خطر سره مخ دي.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې خبرداری ورکړی و چې د بودجې د کمښت له امله د دې سازمان تر ملاتړ لاندې ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه تړل کیدلی شي.
د دې سازمان په وینا، د فبروري میاشتې راهیسې د امریکا د مرستو د بندیدو له امله ۲۰۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې که سمدستي مداخله ونه شي، تر ۲۰۲۵ کال جون پورې نور ۲۲۰ مرکزونه هم تړل کیدلی شي او ۱.۸ میلیونه نور خلک به لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.
د افغانستان روغتیايي سکتور، چې د بهرنیو مرستو پورې تړلی و، د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د مرستو کمښت له امله له سقوط سره مخ شوی دی.
تېرو دریو کلونو کې د نړیوالو بنسټونو په ملاتړ یو شمېر روغتیايي مرکزونه فعال وو، خو اوس دا بنسټونه وايي چې دوی له بودجې کمښت سره مخ دي.