
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
په لغمان ولایت کې د ۶ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه په رسمي ډول پیل شوه.
د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت رئیس ډاکتر عبدالباري عمر وویل؛ د خوښۍ ځای دی، چې نن په لغمان ولایت کې د ۶ میلیونه ډالرو په پانګونې د لس مېګاواټه برېښنا د پروژې د کار پرانیسته کوو.
نوموړي زیاته کړه، پلان لري د هېواد ټولو سیمو ته برېښنا ورسوي، چې ورسره د خلکو اړتیاوې پوره او هم پانګه والو لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.
همداراز د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې وویل؛ دوی هڅه کوي، د شتو امکاناتو له لارې د هېواد د بیارغونې او خلکو ته د کار زمینې برابرې کړي.
د خوښۍ ځای دی، په وروستیو کې موږ د برېښنا د تولید په برخه کې اوه سترې پروژې لاسلیک کړې، چې ټولیز ظرفیت یې ۲۲۸ مېګاواټو ته رسېږي او دا د هېواد په تاریخ کې د برېښنا په برخه کې بې ساری پرمختګ دی.
ملا برادر وایي، په هېواد کې پانګه والو لپاره د پانګونې مناسب فرصتونه برابر شوي او له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګه والو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.