خبرونه

اسټرالیا کې سیلابونو له امله دوه کسان مړه شوي

کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال 

د آسټرالیا په نیو ساؤتھ ویلز ایالت کې د سیلابونو له امله دوه تنه مړه او دوه نور لادرکه دي.

د را پورونو له مخې؛ د دغه سیلابونو له امله ۵۰ زره کسانو ته د خپلو سیمو څخه د وتلو سپارښتنه شوې او د ژغورنې دوه زره کارکوونکي د خلکو په ژغورلو بوخت دي.
د سیلاب له ویرې په سیمه کې شاوخوا د شاوخوا سل ښوونځیو او تعلیمي ادارو فعالیت ځنډول شوی او د ګڼ شمېر کورونو برېښنا هم پرې شوې ده.

د هوا پېژندنې ادارې په یاد ایالات کې د نورو اورښتونو وړاندوینه هم کړې ده.