
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ننګرهار ولایت په سره رود او بهسودو ولسوالیو په مربوطاتو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۳ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ دفتر وایي، لومړۍ پېښه د سره رود ولسوالۍ پېرباغ سیمه کې د ډاډسن او بار وړونکې موټرو د ټکر له امله شوې، چې په ترڅ کې یو تن مړ او درې نور ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې د کونړ ـ جلال اباد پر لویه لار د بهسودو بلند غر سیمه کې د دوو ریکشاوو د جنګېدو له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي.
تر اوسه د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.