افغانستانخبرونه

نن د لغمان او پرون د ننګرهار روغتونونو کې اور لګیدلی و

کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال 

د لغمان ولایتي روغتون کې نن او د ننګرهار حوزوي روغتون کې پرون اور لګیدلی و، خو د اور وژنې ډلو له لورې یې د زیات خپریدو مخنیوی شوی.

سیمه ییزې سرچینې وایي، د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د تېلو زیرمې په اړوند سیمه کې اور لګیدلی و، چې په وخت یې د اطفایې ډلې له لورې مړ کړای شو.

په دغه ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، د دغه اور له امله یو روغتیایي کارمند سطحي ټپي شوی او د شل زره افغانیو په کچه مالي زیان اوښتی.

بلخوا پرون د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې حوزوي روغتون نسایي ولادي څانګه کې اور لګیدلی و، چې د زیانونو په اړه یې څه ندي ویل شوي.

په دغه ولایت کې د عامې روغتیا ادارې ویلي، چې د دغه اور له امله چاته د سر زیان ندی اوښتی.