خبرونهنړۍ

اردوغان: د ترکیې د ولسمشر په توګه بیا ټاکنو ته لیوالتیا نه لرم

کابل ټیلیګراف – د غبرګولي دوېیمه نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، چې هغه د ترکیې د ولسمشر په توګه بیا ټاکنو ته لیوالتیا نه لري.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، اردوغان دا څرګندونې د هنګري له سفر وروسته په الوتکه کې خبریالانو ته کړې دي.

هغه زیاته کړې: «موږ نوی اساسي قانون د خپل ځان لپاره نه، بلکې زموږ د هیواد لپاره غواړو. زه د بیا ټاکنو یا نوماندۍ لپاره هېڅ لیوالتیا نه لرم.»

د ترکیې ۷۱ کلن مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې هغه ویلي، د هیواد د اساسي قانون د بدلون لپاره هڅې کوي ترڅو یو غیر پوځي چوکاټ رامنځته کړي، نه هغه چوکاټ چې د کودتاچیانو له لوري لیکل شوی دی.

ښاغلي اردوغان له ۲۰۰۳ کال راهیسې د لومړي وزیر او ولسمشر په توګه په واک کې دی.