
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي دوېیمه نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د هوا پېژندنې د کارپوهانو د وړاندوینو له مخې، نن به د هېواد شمال، لوېدیځ او جنوب لوېدیځ د طوفان او دوړو شاهد وي.
د سپوږمکۍ انځور، چې د خبر د خپریدو شاوخوا ۲۰ دقیقې وړاندې اخیستل شوی، ښيي چې د دوړو لویه څپه د شمال څخه د کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو په لور روانه ده، او په جنوب لوېدیځ کې له هرات څخه تر نیمروز پورې، او په راتلونکو ساعتونو کې به هلمند او کندهار هم دغه دوړې ورسیږي.
په دې اوونۍ کې به د هېواد اوسیدونکي څو ورځې د دې دوړو سره لاس او ګریوان وي.