خبرونهنړۍ

په امریکا کې د الوتکې د لوېدو له امله لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – د غبرګولي دوېیمه نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د کالیفورنیا ایالت د سان ډیاګو ښار کې د یوې کوچنۍ الوتکې د لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

دغه الوتکه چې د نظامیانو د کورونو په یوه ښارګوټې کې لویدلې، له امله یې ۱۵ کورونه او ګڼ شمېر موټرې هم زیانمنې شوي دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې د لوېدو پر مهال په الوتکه کې څومره کسان موجود وو.

امریکایي رسنیو ویلي، چې مسؤلین د الوتکې د غورځېدو د لامل څرنګوالي باندې کار کوي.