افغانستانخبرونه

امریکا له سوریې سره سوداګریزې راکړې ورکړې ته اجازه ورکړه

کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا خزانې وزارت د یوه عمومي جواز په خپرولو سره، د سوریې دولت او د دې هېواد له دولتي شرکتونو سره سوداګریزې راکړې ورکړې ته اجازه ورکړه.

د یاد جواز په خپرولو سره، به د امریکا او سوریې ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه، چې پخوا د بندیزونو له امله ځنډېدلې وه، بیا پیل شي او په دې هېواد کې به د امریکا نوې پانګونې ته زمینه برابره شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ سعودي عربستان ته د سفر پر مهال اعلان وکړ، چې په سوریه به لګول شوي بندیزونه لرې کړي.