افغانستانخبرونه

جرمني کې یوې ښځې پر ۱۸ کسانو د چړې برید کړی

کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

رویټرز راپور ورکړی چې د جرمني په هامبورګ کې تېره ورځ (جمعه) یوې ۳۹ کلنې ښځې ۱۸ تنه د چړې په وسیله ټپيان کړي چې د څلورو تنو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

بریدګرې تر برید وروسته خپل ځان پولیسو ته تسلیم کړی او پولیسو هم ویلي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

د  جرمني لومړي وزیر دغه پېښه “لړزونکې” بللې او له قربانیانو او کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.