
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
په هرات ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په حضور کې د ماشومانو لپاره د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړیدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دا روغتون د عبدالظاهر بشري نومي یو افغان سوداګر له لوري جوړیږي.
د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي د دې پروژې د پرانستې په مراسمو کې وویل، دا وزارت هڅه کوي معیاري او عادلانه روغتیايي خدمتونه خلکو ته وړاندې کړي او په دې برخه کې له افغان سوداګرو سره همکاري کوي.
افغانستان د ناسم روغتیایي خدمتونو له امله یو له پاتې هېوادونو څخه شمېرل کیږي.