
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې ۲۸۷ افغان اتباع چې د پاکستان په زندانونو کې بندي وو، خوشې شوي او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار او ننګرهار محلي مسوولینو د راپورونو له مخې، دا کسان سره له دې چې قانوني اسناد یې درلودل، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر لسو ورځو پورې په زندانونو کې ساتل شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان له راستنیدو وروسته، ثبت شوي، بشري مرستې یې ترلاسه کړې او بیا خپلو اصلي استوګنځایونو ته انتقال شوي دي.