خبرونهنړۍ

امریکايي قانون جوړونکی: غزه باید د اټومي بمبار له لارې ویجاړه شي؛ حماس: دا د نسل وژنې هڅونه ده

کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د متحده ایالاتو د استازو جرګې غړی رنډي فاین وايي، غزه باید د جاپان د هیروشیما او ناګاساکي په څېر د اټومي بمبار له لارې ویجاړه شي.
هغه دا څرګندونې د فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې کړې دي.
خو د حماس غورځنګ د فاین دې څرګندونو ته د «نسل وژنې هڅونې» په توګه غبرګون ښودلی او غندلي یې دي.
حماس په یوه بیان کې ویلي: «دا افراطي غوښتنه یو بشپړ جنایت دی او د ځینو امریکايي سیاستوالو د فکر پر فاشیستي او نژاد پرستي ذهنیت پرده پورته کوي.»
په بیان کې راغلي، د فلوریډا ایالت د دې جمهوري غوښتونکي استازي وړاندیز د نړیوالو بشري قوانینو او د جنیوا کنوانسیونونو سرغړونه ده.
حماس ټینګار کړی چې د فاین څرګندونې به د فلسطینیانو ارمان کمزوری نه کړي، بلکې «یو ځل بیا د اشغالګرو او د دوی د ملاتړو اصلي مخ څرګندوي.»

په غزه له تیرو اتلس میاشتو راهیسې د امریکا په مرسته د اسرائیلو لخوا بریدونه دوام لري.