
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
په بنګله دیش کې د سیاسي بحران له امله محمد یونس د موقتي مشرتابه له دندې د استعفا ګواښ کړی دی.
د بهرنیو خبري اژانسونو د سرچینو په حواله، محمد یونس خپلې کابینې ته ویلي، که سیاسي ګوندونو ورته بشپړ ملاتړ ورنه کړ، هغه به استعفا وکړي، خو د کابینې غړو هغه دې کار ته نه دی پرېښودلی.
د ملي وګړو ګوند په وینا، محمد یونس ته مشوره ورکړل شوې چې د سیاسي بحران د حل لپاره د ټولو ګوندونو غونډه راوبلي.
د محمد یونس له لوري د استعفا د ګواښ ادعا وروسته له هغې راپورته شوه کله چې په ډاکه کې د بنګله دیش نیشنلسټ پارټي زرګونو پلویانو د لومړي ځل لپاره د موقتي حکومت پر ضد لویه احتجاجي لاریون وکړ.