خبرونهنړۍ

د پاکستان بلتستان پر لویه لار د ورکو ۴ سیلانیانو مړي موندل شوي

کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د ګلګت بلتستان کې د بلتستان پر لویه لار د ورکو ۴ سیلانیانو مړي موندل شوي دي.
د یادې صوبې د ژغورنې افسر غلام رسول په وینا، د دوو کسانو مړي له کندې څخه ایستل شوي، او د نورو دوو مړیو د ایستلو هڅې روانې دي.
هغه ویلي، په دې پېښه کې وژل شوي سیلانیان د ګجرات اوسیدونکي وو.
د وژل شوو سیلانیانو د کورنۍ سرچینو ویلي، یو وژل شوی سیلانی د پاکستاني اصل ایټالوي تبعه و.
د کورنۍ سرچینو ویلي، دا سیلانیان د مې د ۱۵مې په شپه له ګلګت څخه سکردو ته د تلو پر مهال ورک شوي وو.
د سکردو پولیسو په وینا، د سیلانیانو موټر د سکردو د استک نالې په یوه ژوره کنده کې لوېدلی و.
له دې وړاندې پولیسو د ګلګت څخه سکردو ته د تلو پر مهال د ورکو شوو ۴ ځوانو سیلانیانو موټر موندلی و او وروسته یې د دوی د موندلو هڅې پیل کړې وې.