
کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان پنجاب ايالت کې د توپانونو او ورښتونو له امله په بېلابېلو سيمو کې ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۲ نور ټپیان دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه توپانونه او ورښتونه تېره ورځ شوي دي.
سرچینې د پنجاب ایالت د طبيعي پېښو د مديريت ادارې له قوله لیکلي چې دغه سخت توپانونه په راولپندۍ، جهلم، شيخپوره، ننکانه او د لاهور ښار په بېلابېلو سيمو کې شوي دي.
سرچینې ویلي، د دغو توپانونو او ورښتونو له امله ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۲ نور ټپیان دي.