
کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ستره محکمه وایي، په لغمان ولایت کې یې لس کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دی.
د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د لغمان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې اوو کسانو ته د نامشروع اړيکو او قطاع الطريقۍ په جرمونو او درېيو کسانو ته د غلا په تور؛ نن تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچېنې لیکلی، مرافعه محکمې یاد مجرمين او متهمين له شپږو میاشتو څخه تر پنځو کالو پر تنفيذي بند او له ۳۰ـ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.
د یادونې ده چې طالبان هره ورځ د نړۍوالو غبرګونونو سره سره په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته تعزیري سزاګانې ورکوي.