افغانستانخبرونه

د پاکستان له زندانونو ۲۳۰ نور افغان کډوالو هم خوشې شول

کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له زندانونو ۲۳۰ نور افغان کډوال خوشې او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر افغان کډوال په تېرو دوو ورځو کې هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار سپین‌بولدک سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د اسنادو پر درلودو سربېره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر دوو ورځو بندیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه هم ۲۸۷ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.