افغانستانخبرونه

خوست کې دوو کورنیو شخړه کې یو تن وژل شوي او اته نور ټپیان دي

کابل ټیلیګراف – ۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

خوست کېک د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د وسلوالې نښتې له امله یو تن وژل شوی او اته نور ټپیان دي.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شخړه نن غرمه مهال د یادې ولسوالۍ د الګاډې سیمې د شیخانو په کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، شخړه د لارې د ملکیت پر سر رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې د دواړو کورنیو له ډلې یو تن وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.