افغانستانخبرونهراپورونه

افغانستان په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي برخو کې  پر ځان بسیاینې ته رسیدلی

کابل کې شو.

کابل ټیلیګراف – ۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر د صنعت اوونۍ څلورم ملي او نړيواله نندارتون پرانيستې مراسمو کې وويل،  دوی د هڅو او پاليسيو په پايله کې اوسمهال افغانستان په ۱۳۸ صنعتي او توليدي برخو کې پر ځان بسياينې ته رسېدلی دی.

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د نوي حاکميت له راتګ سره د دې هېواد اقتصادي فرصتونو دروازې پرانيستل شوې دي.

برادر وويل، په بېلابېلو ولايتونو کې د صنعتي پارکونو جوړول لومړيتوب لري او د وارداتو پر ځای د کورنيو توليداتو د بديلولو هڅې روانې دي.

د طالبانو رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي هم وويل، دوی د هېواد د کورنيو توليداتو بشپړ ملاتړ کوي.

حنفي زياته کړه، د کورنيو توليداتو د ملاتړ په موخه به پر ورته وارد شويو توکو تعرفه لګول کيږي.

له بلې خوا، د طالبانو د اقتصاد وزير دين محمد حنيف وايي، اوسمهال په هېواد کې د پانګونې او صنعتي ودې لپاره شرايط له بل هر وخت زيات مساعد شوي او په افغانستان کې پانګونه د پانګوالو لپاره د پام وړ ګټه لري.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي له پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او د هېواد په پر ځان بسياينې کې خپل مسووليت ادا کړي.

هغه ټينګار وکړ چې دوی غواړي د نورو له تجربو په ګټې اخيستنې سره افغانستان په يوه پرمختللي او صنعتي هېواد بدل کړي.

د کانونو او صنايعو خونې رییس شېرباز کمين‌زاده، ویلي، چې افغانستان په ۱۶۸سکټورونو کې ځان بسياينې ته رسېدلی او اوسمهال د هېواد په کچه ۶۵۰۰فابريکې فعالیت لري چې په کې شاوخوا ۴۲۰ زره کسان په کار بوخت دي.

نوموړي ویلي، چې د هېواد صنعتکاران به نږدې راتلونکي کې کورني تولیدات په ۲۵سلنه تخفیف هېوادوالو ته وړاندې کړي.

د صنعت اوونۍ څلورم ملي او نړيواله نندارتون، چې د افغانستان په نړيوال نندارتون مرکز کې پرانيستل شو، د جوزا تر ۱۱مې نېټې پورې به د ليدونکو لپاره خلاص وي.

په دې نندارتون کې د بېلابېلو سکټورونو څخه د کورنيو توليداتو او محصولاتو ۷۰۰ غرفې نندارې ته وړاندې شوې دي.