
کابل ټیلیګراف – ۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
یوه سرچینه وایي چې تېره ورځ د پکتیا ولایت په ګریز ښار کې یوه وسلهوالو د پولیو واکسین پر دوو کارکوونکي ډزې وکړې چې له امله یې یو تن ووژل شوي خو طالبان وایي چې په دې تړاو یې یو کس نیولی دی.
یاده پېښه تېره ورځ د پکتیا د مرکز ګردېز ښار د بلند منزلو سیمه کې شوې وه.
یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې دغه کس د یوه کور په مخ کې په ډزو وژل شوی او ملګری یې په تېښته بریالی شوی دی.
خو د طالبانو کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خبرو سره د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي: «د پکتيا ولايت امنیتي ځواکونو هغه قاتل نیولی چې یو تن هېوادوال یې تر لفظي شخړې وروسته په مرموز ډول وژلی و.»
یاد وزارت لیکلي، نیول شوی کس دا مهال تر لومړنیو څېړنو لاندې دی او وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.