افغانستانخبرونه

افغانستان ته د قرغزستان د پټرولو صادرات ۱۰۰ چنده زیات شوي دي

کابل ټیلیګراف – ۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درې میاشتو کې ، قرغزستان افغانستان ته د پټرول صادرات د پام وړ زیات کړي، چې د تیرې مودې په پرتله ۱۰۰ چنده زیاتوالی ښيي.

د دې راپور له مخې، قزاقستان افغانستان ته ۲۵ میلیونه لیټره پټرول صادر کړي دي، چې ارزښت یې ۱۱ میلیونه ډالر دی.

تر اوسه طالبانو د دغه را پور په اړه څه ندي ويلي.

افغانستان له ایران، قزاقستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه د تیلو واردات لري.

که څه هم په افغانستان کې د تیلو څاه ګانې کشف شوي، خو په بېلا بېلو برخو کې د بشپړ سهولتونو د نشتوالي له امله لا هم ترې استفاده نه کیږي.