افغانستانخبرونه

په کابل کې له پنځو کسانو څخه څلور د ښار په څنډو کې ژوند کوي

کابل ټیلیګراف – ۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د کابل ډیری اوسیدونکي د ښار په څنډو کې ژوند کوي او له لومړنیو اسانتیاوو څخه بې برخې دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان په پلازمینه کې له پنځو کسانو څخه څلور تنه په حاشیه ای سیمو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام (UNHCR) ویلي چې ماشومان تر ټولو زیان منونکي دي، چې پاکو اوبو، روغتیايي مرکزونو  او شنو ځایونو ته لاسرسی نه لري.

په دوام کې یې راغلي دي: “دوي د ښه ژوند مستحق دي. اوس د دې وخت دی چې په دې ټولنو کې پانګونه وکړو او د روښانه راتلونکي د خوندي کولو لپاره اقدام وشي.”

کابل د هېواد پلازمینه ده، چې د ټولو ولایتونو وګړي په کې میشت دي او یو له ګڼې ګوڼې ډک ښار بلل کیږي.