
کابل ټیلیګراف – ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
په سعودي عربستان کې په دې ورځو کې د سختې ګرمۍ له امله حاجیانو ته لارښوونه شوې، چې د ځآن ساتلو په موخه خېمو کې پاتي شي.
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر توفیق الربیع ویلي، د عرفات په ورځ (پنجشنبه) به حاجیان د سهار له ۱۰ بجو څخه د ماښام تر ۴ بجو پورې له خېمو څخه بهر نه وځي.
د دغه هېواد روغتیا وزارت هم ویلي، د عرفات په ورځ حاجیان غرونو ته خېژي، چې دا سخت فزیکي کار دی او د ګرمۍ د زیاتېدو خطر زیاتوي، له همدې امله دوی ته خبرداری ورکړل شوی دی.
د سعودي پریس اژانس په وینا، سږکال د حج پر مهال د تودوخې درجه له ۴۰ درجو سانتيګراد څخه د پورته تللو وړاندوینه شوې ده.
د یادونې وړده، چې د عرفات په ورځ حاجیان د مکې په شاوخوا کې د عرفات غرنۍ سیمې ته خېژي او هلته د لمانځه او قرآن کریم تلاوت لپاره راټولیږي.