
کابل ټیلیګراف – ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، نامتو یوټیوبر جسبیر سینګ د پاکستان لپاره د جاسوسۍ او اړیکو ساتلو په تور نیول شوی دی.
د هندي پولیسو په ادعا، د جیوتي د نیولو وروسته جسبیر سینګ هڅه کړې وه چې د خپل او پاکستاني اژانسونو ترمنځ د اړیکو ټول ثبوتونه له منځه یوسي. هغه په ۲۰۲۰، ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو کې درې ځله پاکستان ته تللی دی.
تفتیشي چارواکو تور پورې کړی چې جسبیر سینګ له احسان الرحیم عرف دانش سره، چې د پاکستان عالي کمیسون کې ګومارل شوی و او وروستیو کې له هندوستان څخه ایستل شوی، او همدارنګه له پاکستاني استخباراتي افسر شاکر عرف جټ رندهوا سره اړیکې درلودې.
د هندي پولیسو په وینا، تحقیقاتو ښودلې چې جسبیر سینګ د دانش په بلنه د دہلي په پاکستان د ملي ورځې په مراسمو کې ګډون کړی و، چیرته چې هغه له پاکستاني چارواکو سره هم لیدلي دي.
پولیسو ویلي، د جسبیر سینګ له لوري ترلاسه شوو الکترونیکي وسایلو کې پاکستاني شمېرې موندل شوې دي.