افغانستانخبرونهلوبې

  د افغانستان د ګریګورومن پهلوانۍ ملي لوبډله ایران ته ولاړه

د افغانستان د ګریګورومن پهلوانۍ ملي لوبډله نن (پنجشنبه) په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه ایران ته ولاړه.

د طالبانو تر واک لاندې د پهلوانۍ فدراسیون مسوولین وايي، دا سیالۍ به د روانې جون میاشتې له ۲۲مې نېټې څخه د ایران په شیراز ښار کې پیل شي.

په دغه لوبو کې د افغانستان په استازیتوب ‍۱۱ لوبغاړي ګډون کوي.

تر دې د فوټسال په سیالیو کې هم افغان لوبډلې په ایران کې سیالیو کې ګډون کړی و.