
کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د خیبرپښتونخوا د خیبر په ګودر سیمه کې د پاکو اوبو څاه د کارولو پر د دوو ګاونډیانو ترمنځ شخړه کې د یوې میرمنې په ګډون څلور تنه وژل شوي.
په وژل شویو کسانو کې دوه وروڼه هم شامل دي.
پولیس وایي، دواړه ګاونډیانو د څآه کارونې پرسر لومړی لفظي او وروسته یې په یو بل ډزې کړي، چې د دوه وروڼو په ګډون درې کسان ځآی په ځای وژل شوي او یوه میرمن د ټپي کېدو وروسته په روغتون کې مړه شوه.
د دې قضیې په تړاو څوک ندي نیول شوې او ښکیل کسان له سیمې تښتیدلي دي.